ولې ۵۳۶ کال تاریخ کې تر ټولو بد بلل کېږي؟

آتش فشاں

د عکس سرچینه، Getty Images

د انسان ژوند کې ستونزې راځي، خو که ته له ستونزو تېرېږي نو فکر وکړه؛ که په ۵۳۶ کال کې اوسېدلی له څه سره به مخ وې؟

د هارورډ پوهنتون د منځنیو پېړیو تاریخپوه او لرغونپوه مایکل مک کارمک وايي: د نړۍ ډېره برخه کې دا د تاریخ یو خورا بد کال و.

مایکل مک کارمک په ساینس جریده کې زیاتوي: اروپا کې عجیبه لړه پیل شوه، منځنی ختیځ او د اسیا څو برخې هم ۱۸ میاشتې پرلپسې تیاره کې ډوبې وې.

پر کال ۵۳۶ د ګرمۍ موسم یا دوبي کې تودوخه له ۲،۵ نیولې تر ۱،۲ سانتي ګراد پورې ټیټه شوه.

دا تېرو ۲۳ سوو کلونو کې تر ټولو یخه لسیزه وه. دغه دوبی چین کې واوره ورېده، کروندې له منځه لاړې او خلک له لوږې مړه شول.

د ایرلنډ تاریخ کې لیکلي چې په ۵۳۶- ۵۳۹ کلونو کې ډوډۍ پیدا کول ناشوني و.

بیا پر ۵۴۱ کال د مصر ساحلي ښار الفرما کې یو ډول وبا پیل شوه.

مک کارمک وايي، دې وبا ته یې جسټینین ویل، ځکه چټکۍ سره خورېدله، د روم پاچاهۍ له دریمې تر نیمايي برخه کې خوره او د دې سلطنت د شړېدلو لامل شوه.

خو دا ورانوونکې لړۍ او پېښې ولې وې؟

تیاره وختونه

آتش فشاں

د عکس سرچینه، Getty Images

تاریخپوهانو ته لا پخوا پته وه چې د شپږمې پېړۍ منځني وختونه خورا توره دوره وه، خو د هغه وخت د عجیبه ورېځو دوام تر ډېر مهال یو راز پاتې وو.

اوس د هاروډ پوهنتون څېړونکو د سوېس کنګلونو کې د واورې ټکړې په شنلو سره په دې هکله مالومات ترلاسه کړي دي.

د ۵۳۶ کال پسرلي واوره کې د اورشندو د شیشو دوه خورا وړې زرې موندل شوې چې ښيي هغه مهال ایس لنډ یا شمالي امریکا کې اورشیندی وچاودېد او د شمالي کورې نیمايي برخه کې خور شو.

څېړونکي باوري دي چې دا اورشندی د یخې لړې هوا سره اول اروپا او بیا اسیا کې وغځېد.

له هغه وروسته په ۵۴۰ او ۵۴۷ کالونو کې هم دوه نور لوی اورشندي وچاودل.

حالات سمېدل

گلیشیئر ( فائل فوٹو)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د واورې کنګلونه د ډېر کلونو پخواني ژوند مالومات را کوي.

بیا بیا اورشندي او ور پسې وبا د اروپا اقتصاد ودراوه، چې تر یوې پېړۍ یا ۶۴۰ کلونو ونه خوځېد.

د همدغه کال له واورې دا مالومېږي چې د منځنیو پېړیو اقتصاد ښه کېدل پیل شول.

څېړونکو داسې شواهد موندلي چې د تشیال یا فضا سرب کنګل کې یخ شول او له امله یې شپږمه پېړۍ کې د سپینو زرو کان کندلو خراب حال ور سره ښه شو.

دا ډول د سربو تولید یا پیداوار هم ۶۶۰ کلونو ښه شو او د منځنیو پېړیو اوڅارېدونکي اقتصاد کې سپن زر هم شامل شول

د منځنیو پېړیو او روم تاریخپوه کایل هارپر وايي، د طبیعي ناورین او واوره کې کنګل انساني الودګۍ څخه موږ ته د انسان او طبیعي افت ترمنځ داسې اړیکه پیدا کېږي چې د روم پاچاهۍ د پرځېدلو کې را سره مرسته کوي او دې کې د نویو منځنیو پېړیو د اقتصاد لومړي اثار هم میلاوېږي.